پاکستان هڅه کوي افغانستان ته د سمندر له لارې د سوداګرۍ آسانتېا وی برابره کړي

د پاکستان لومړي وزیر ویلي، کابل ته د خپل وروستي سفر کې هم په همدې موضوع بحث شوی او دغه راز د مرکزي آسیا هېوادونه هم غواړي چې د افغانستان له لارې سمندر ته لار ولري.

پاکستان ویلي، دوی په دې غور کوي چې افغانستان د سمندر له لارې نړۍ سره د کراچۍ او ګوادر بندرونو له لارې ونښلول شي.

د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي د اسلام آباد په یو پوهنتون کې د وېنا پر مهال دا په ډاګه کړه چې کابل ته د خپل وروستي سفر کې هم تر ډیره په همدې موضوع بحث شوی.

نوموړي زیاته کړه چې د مرکزي آسیا هېوادونو هم ور څخه غوښتنه کړې څو د افغانستان له لارې د کراچۍ بندر ته لار ولري.

عباسي زیاته کړې چې د همدې کار لپاره یې د خپل هیواد په لویو لارو او بندرونو کار پېل کړی.

د ده په خبره که څه هم چین دا مهال خپل اقتصادي دهلېز پاکستان ته غځول غواړي خو چین بیا ویلي چې خپل اقتصادي دهلیز به افغانستان ته هم وغځوي.

که څه هم د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه د پاکستان دا ګام مثبت ګڼي او د سیمې د هیوادونو د اقتصادي پیاوړتیا پېلامه یې بولي،خو زیاتوي چې د سیمې له هیوادونو سره د پاکستان ساړه اړیکې به د دې کار مخه ونیسي.

اشتراک گذاری:

نظر بدهید