دبرجام څخه د امریکی وتل پرافغانستان باندي څه اغیزی لري؟

نجیب الله علیزی

دامریکی ولسمشر ډونالډ ټرامپ دایران او۶ نړیوالوقدرتونوداټومي موافقې یا(برجام) څخه دامریکی وتل رسماً اعلان کړل.

ټرامپ په سپینې ماڼۍ کې  وویل چې له ایران سره اټومي موافقه “په اصل کې ناقصه وه نوځکه دی ورڅخه وځي”.

دا چي امریکا ولي دایران او۶ نړیوالوقدرتونود اټومي موافقې څخه ووتل، لاندي دلایل یې درلودل

لومړی- ولسمشر ټرامپ دامریکا د۲۰۱۶ کال دانتخاباتومخکې دخپل انتخاباتي کمپاین په جریان کې ویلي وه چي دا توافق یوناقص تړون دي که ولسمشر شو، امریکا به ورڅخه وباسي.

دویم- په سوریه کې دایران او روسیې کمکونه،لاسوهنه ددې سبب ګرځیدلي چي دسوریې حکومت ورځ په ورځ هغه سیمي چي دبشارالاسد دمخالفینوپه لاس کې وي اوهغوي دامریکا حمایت لاره په شاه تمبول شویدي.اوس دسوریې لویه ساحه دحکومت ترکنټرول لاندي ده. ددغه دلیل لپاره دامریکا دلوی درستیزڅرګندوني چي وایې “ایران په (منځني ختیځ) کې سیمه ناآرامه کړي یوښه اثبات کیدلاي شي.

دریم- دایران مداخلو په سوریه،لبنان اوعراق کې داسرائیلو امنیت ګواښلي،امریکا غواړي دایران دمنطقوی نفوذ مخ نیوی وکړی او داسرائیلو امنیت خوندي کړي مګردا کارهغه وخت شوني ؤ، چي اټومي موافقه یې له منځه وړي وای، او اوس یې همدا کار دادي وکړي.

څلورم- امریکا وکولای شول چي شمالي کوریا دتعزیراتودلارې داټومي ازمایښتونوڅخه منصرفه اودخبرومیزته یې کښینول.

پنځم- امریکا، کلونه کیږي چي پرایران باندي دپوځې حملې پرځاي دنرم سیاست څخه کاراخلي ترڅوپه اقتصادي تعزیراتوباندی یې دشمالي کوریا په څیرمهارکړي.

شپږم- دامریکا دبهرنیو چارووزیر”مایک پمپیُو” او دملي امنیت مشاور”جان بولټن” پدي عقیده دي چي دایران اوسنی رژیم باید تغییر وخوري اما دا هرڅه پداسي حال کې دي چي امریکا ونه شوای کړای چي په منځني ختیځ کې دلیبیا،عراق په څیرهېوادونو کې درژیمونو په تغییر سره په منطقه کښي امنیت اوثبات ټینګ کړي، بلکې لاهم افراطیت اوتروریزم ته لمن ووهل شول او دداعش په څیرمنحرفې ډلي یې وزیږولې.

داروپایې هېوادونواوایران ترمنځ اړیکې:

امریکا داټومي موافقې څخه دوتلو وروسته نوروهېوادونوته ګواښونه کړي چي که دایران سره سوداګریزه اړیکې پرې نه کړي دسختو اقتصادي تعزیراتوسره به مخ شي.کله چي امریکا،بریټانیا،روسیې،فرانسې او جرمني دایران سره په ۲۰۱۵ کال کې اټومي موافقه وکړل، جرمني اوفرانسي په ایران کي پانګه اچونه وکړل،اوس که امریکا پرایران بندیځونه وضع کړي نه یوازی چي د ایران په ضرردي، بلکې پدي کارسره په مجموع کې اروپایې هېوادونه بالخصوص فرانسه هم متاثره کیږي،ځکه فرانسې دایران سره ترسلو دزیاتوایربس الوتکو قرارداد کړيدي اوهمدارنګه دایران او فرانسي دموټرجوړولو د(خودرو او پژوورنو) په نامه کمپنۍ به عظیمي حد تاوان وکړي.

 روسیه چي دبالتیک دسمندرګي دلارې جرمني ته دګازونللیکه غځوي، دسمون چاري یې دجرمني د”پروم” په نامه یوشرکت په غاړه دي داشرکت هغه وخت تراقتصادي تعزیراتو لاندي راغلي کله چی امریکا پرروسیې باندي په ۲۰۱۷ ز کال کي بندیزونه ولګول.

 د ایران حکومت اومذهبي مشرعلي خامنه اي په شمول ډیرو مشرانو د امریکا د دغه فیصله غندلي او ژوره خواشیني یې څرګنده کړیده.د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې فډریکا موګیرني، هم له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي دي چې اټومی معامله خوندي وساتي. میرمن موګیرني، وایې “اټومي معامله څه دوه اړخیزه معامله یا Deal نه دي چي امریکا ځیني ووځي بلکي داڅواړخیزه معامله ده. ټرامپ وایي چي ایران ظاهراً په اټومي موافقې کښي ؤ، خوعملاً یې یُورانیوم غني کول، داپه داسي حال کي ده چي فرانسه د ټرامپ خبري ردوي او وایې چي ایران داټومي موافقي رعایت کاوه. ټرامپ همدارنګه زیاتوي چي ایران دالقاعدې، حماس، حزب الله او طالبانوسره مرستي کوي، د ټرامپ او دامریکا دلوی درستیز دخبروڅخه ښکاري چي دوي په منځني ختیځ کي دایران درول څخه سخت ناراضه دي.اسرائیل،سعودی عربستان،یمن،بحرین او اماراتودامریکاداټومي موافقي څخه دوتلو هرکلي کړیدي.

دهند، ایران او امریکا اړیکې:

هند دایران سره نږدي اړیکې لري دا هېواد په منطقه کې یو قدرتمند او داټومي ځواک خاوند دي خو دتیلو او ګازو له قلت څخه تل سرټکوي په همدې خاطر، هندوستان دسعودي، عراق او ایران څخه تیل واردوي او د ټاپي پروژي د تکمیل په هیله ناست دي.

هند په تیرکال کې اعلان وکړ چي دچابهارپه بندرکي ۵۰۰ میلیونه پانګونه کوي ترڅو دایران، افغانستان او منځني آسیا سره دهمدي بندردلارې سوداګرۍ ته پراختیا ورکړي د ۲۰۱۷ داګست په میاشت کي دامریکا استراتیژي دافغانستان او سویلي آسیا لپاره چي اعلان شول، امریکاهندوستان خپل یونژدي او استراتیژیک ملګري اعلان کړي که امریکا دایران سره پرسوداګرۍ باندي بندیزونه ولګوي امریکا به دځانه یولوی استراتیژیک ملګري خفه کړي، پداسي حال کې چي همدا اوس د امریکا غربي متحدین (فرانسه، جرمنی، بریتانیا) دامریکا ددغه تصیم څخه ناراضه دي.

اوس دایران په اړه دوې سناریُوي موجودي دي 

لومړی:ایران به دامریکا تربندیزونولاندی همدې توافق ته چي جرمني،فرانسه، چین، اوروسیه یې ورسره ملګري دي ادامه ورکوی، یا امریکا دسره چني ورسره ووهي چي په هغه کي دامریکا ګټه ډیره وي او ایران هم وعده وکړي چي په منځني ختیځ کي دمنطقوي لوبغاړي په ډول دشرارت څخه لاس واخلي.

دویم: یا به ایران ديُورانیموغني کولوته دامریکا ترسختوبندیزونولاندي ادامه ورکوي. خو په دواړوسناریُوګانوکي اما دشدت او خفت په لحاظ په دوهمه سناریُوکي افغانستان ته لوی ګواښ متوجه دي. پدي معنی چي که ایران ترشدیدواقتصادي تعزیراتولاندي واقع شي، دافغانستان امنیت ته لوی خطرمتوجه کولا شي. په همدی وجه دافغانستان ددفاع وزیردامریکی داټومي موافقي څخه دوتلو داعلان یوه هفته وروسته ایران ته سفرکوي ترڅو دتروریزم سره دمبارزې،دمخدره توکودقاچاق دمخنیوي اودسرحدونودامنیت په باره کې خبري اترې وکړي.دامریکا داوسني وضعیت څخه داسي ښکاري چي پرایران دپوځي حملي پلان نه لري ځکه اوس عملاً په سوریه، عراق، او افغانستان کي په جګړه بوخته ده. دبله طرفه دچین سره په اقتصادي جنګ کي قراری لري او همدرانګه ایران هم مطمئن دی چي دشمالي کوریا په څیربه دامریکا تعزیراتوته قریباً یا بعیداً تسلیم شي. 

دبرجام څخه دامریکا وتل اوپرافغانستان باندي یې اغیزې

لومړی- ایران به امریکا یي ګټې دنیابتي جګړې دلارې تربرید لاندي ونیسي.

دویم- داچي امریکا په افغانستان کي حضوراو منافع لري دایران لپاره آسانه ده چي کرایې جنګیالي دامریکا او افغانستان په وړاندي وجنګوي،ایران دنیابتي جګړي اوږده مخینه لري دبیلګې په ډول، دصدام حسین درژیم په وړاندي یې د’’حزب الدوعوه عراق” ډله وجنګول، اوس بیا دفاطمیون لښکرچي هغه هم دافغان مهاجروڅخه متشکل دي دبشارالاسد دحکومت په حمایت اودامریکا په مخالفت په سوریه کي جنګوي. لهذا دتصورڅخه لیری نه ده چي ددولت وسلوال مخالفین په کرایي ډول دافغانستان اوامریکادملي منافعوپه وړاندي وجنګوي. افغان دولت ته پکاردي چي دگاوندیو هېوادونوسره داوبوستونزه دنړیوالو اصولو په ړنا کي حل اوفصل کړي، دجنوب غرب ولایتونه چي دایران سره شریکې پولې ولري جدا ترنظارت لاندي ونیول شي. دسلما، بخش آباد، کجکي اوکمال خان بندونه همیشه ترامنیتي مراقبت لاندي ونیول شي.

اشتراک گذاری:

نظر بدهید