باورونه

 

باورونه  څه  دي؟ څنګه جوړیږي؟ ولې باورونه مهم دي؟ آیا کولی شو خپل باورونه بدل کړو؟ په دغه  لیکنه کې دا پوښتنې ځوابوو.

د انسانانو باورونه انسان ته وایي،چې دی څه ډول انسان دی. پر هغه څه چې موږ ټینګه عقیده لرو،باور دی.یو فکرچې څو ځله په ذهن کې تکرارشي باورجوړوي. یو عالم وایي: که چیرې فکر کوی چې کولی شم،نو کولی شی او که فکر کوی،نه شم کولی،نو نشی کولی.په رښتیا هم که پوه شی، چې منفي باورونه څومره ستاسو د بریالیتوب مخه نیسي؛نو هیڅکله به یې فکر ته رانه وړی.که چیرې فکر کوی،چې کولی شی یو کار په بریالیتوب ترسره کړی نو پخپله وړتیا باور لری؛او دهغه کار لپاره اقدام کوی،خو که چیرې په خپله وړتیا باور ونه لری نو اصلاً د هغه کار د پیلولو لپاره اقدام هم نه کوی.

باورونه څنګه جوړيږي؟

باورونه  په کورنۍ کې، د زده کړې په چاپیریال کې او د خپلو تجربو سره جوړیږي.موږ د  ماشومتوب نه په کورنۍ کې ډیر څه زده کوو؛لکه:خبرې کول،ګرځیدل،لوستل… ددې سره په څنګ کې کورنۍ زموږ مثبت او منفي باورونه جوړوي.موږ د کورنۍ په چاپیریال کې زړورتیا او ویره زده کوو.د موراو پلار له خوا ماشوم د هر څه نه منع کول،ځینې شیان لکه اور…ورته خطرناک معرفي کول، په ماشوم کې منفي باورونه جوړوي.ماشوم دا باور اخلي چې د هرڅه ازمایل آسانه کارنه دی او ویره زده کوي.

د زده کړې په چاپیریال کې د ښوونکي د هڅونې سره  مثبت باور او د تنبه سره یې منفې باور زموږ په ذهن کې جوړیږي.که د ښوونکي له خوا ماشوم ته داسې الفاظ وکارول شي،چې ټنبله اوبې سواده یې؛نو د ښوونکي له خوا دا ډول چلند په ماشوم کې منفي باورجوړوي.او دباور په جوړولوکې بل څه چې ډیر رول لري، زموږ خپلې تجربې دي؛د بیلګې په ډول که مو یو ځل ښه لیکنه نه وي کړې،نو دا مو ځان ته باور ګرځولی وي چې  زه  ښه لیکواله /لیکوال نه شم کیدۍ،نو دا باور مو نه پریږدي تر څو د لیکوال کیدلو لپاره هڅه وکړو.د ژوند کامیابۍ او ناکامۍ چې زموږ خپلې تجربې دي،زموږ باورونه جوړوي.او باورونه په لاشعوري توګه زموږ په ذهن کې جوړیږي.

ولې باورونه مهم دي؟ دباورونو د ارزښت په اړه یو پوه وایي: که چیرې فکر کوی چې نه شم کولی اویا هم فکر کوی چې کولی شم،په دواړو حالاتو کې سم فکر کوی. ددې عالم خبره موږ ته وایي چې باورونه څومره زموږ په بریالیتوب کې ونډه لري د بیلګې په ډول تاسو غواړی یو کار پیل کړی،خو باور مو دادی چې نه يې شی ترسره کولی نو اصلاً یې نه پیلوی او که پیل یې هم کړی د ماتې سره به مخ شی؛خو که باور مو دا وي چې کولی یې شم،نو حتماً یې په بریالیتوب سرته رسوی. دانړۍ همداسې ده.تل زموږباورونه موږ ته ثابتوي. که مو باور دا وي چې ژوند بد دی،نوتاسو ته به بد شي.د باورونو د ارزښت په اړه یوې پيښې ته اشاره کوم چې یو څوک د شپې تیرولو لپاره په یو نا آشنا ځای کې پاتې کیږي،دشپې نا آرامه کیږي غواړي کړکۍ خلاصه کړي تر څو تازه هوا راشي؛نو په تیاره کې کړکۍ نه ګوري او ځي د المارۍ پله خلاصوي،دده باور دا کیږي چې تازه هوا راغله آرام او راحت ویده کیږي سهار چې متوجې کیږي چې ده اصلاً کړکی نه ده خلاصه کړې یوازې باور یې داسې کړی او آرامه شوی.نو دا پيښه موږ ته وايي چې باورونه  څومره مهم دي.

موږ کولی شو خپل باورونه بدل کړو،هغه داسې چې هغه منفي باورونه چې په ماشومتوب کې مو زده کړي،هغه هېر کړو.هغه منفي باور چې زموږ په ذهن کې دی د هغه خلاف کار وکړو،یاهم دهغه منفي باور پرځای مثبت باور پرځای کړو.ځینې وخت انسان مجبوریږي چې یو کار ترسره کړي او که چیرې یې ترسره نه کړي،نو تاوان به وکړي.نو هغه کارترسره کوي، دلته چې د ده په ذهن کې کوم منفي باور و،دهغه کارپه ترسره کولوسره د منځه ولاړ؛ نو په ورته توګه کولی شی خپل منفي باورونه مات کړي، په هدف کې د بریالیتوب لپاره یو دلیل باور دی.کله چې ځانته موخه ټاکو که پرځان باور ونه لرو،نو اصلاً خپلو موخو ته رسیدلی نه شو.که باور ونه لری نو کامیابي نه شته.

نو په پای کې ویلی شو چې که غواړی نوښتګر شی،نو مثبت باور ولری دماشومتوب منفي باورونه هېر کړی،که مثبت باور ولری،هر کار شونی دی.قوي باور تاسو ځواکمنوي اوکمزوری باور تاسو ضعیفوي. خپل مثبت باورونه دومره وروزئ چې په  هره ماته کې د خپلې کامیابی یو فرصت ولټوی.د انسان باورونه د انسان د رغښت او ویجاړتیا ځواک لري.

لیکونکې: بلقیس خرم ، د ژبو او ادبیاتو درېیم ټولګي محصله

اشتراک گذاری:

نظر بدهید