نی: ځینو رسنیو د کرونا پر مهال خپل کارکوونکي برمته نیولي

 

د افغانستان له آزادو رسنیو نه ملاتړ اداره، نی په خپل یو څېړنیز راپور کې وايي، په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو له پیل تر اوسه په دې ویروس شااوخوا ۱،۰۰۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي اخته شوي چې له شمېر یې شپږ کسان مړه شوي هم دي.

د دې ادارې مشر مجیب خلوتګر د سې شنبې په ورځ (چنګاښ ۱۰) په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل چې ممکن شمېر تر دې هم زیات وي.

ښاغلی خلوتګر وايي، حکومت باید خبریالانو او رسنیو ته له لیرې لارې څخه د اطلاعاتو په ورکولو کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

نوموړی دا هم وايي چې یو شمېر رسنیو سره له دې چې کرونا ویروس ترې قرباني اخیستې، خو د خپلو کارکوونکو میاشتني حقوق‌یې هم نه‌دي ورکړي.

هغه زیاته کړه: “د کرونا په دې حالت کې دغه ډول وضعیت په مراتبو بدتره دی، یو شمېر رسنیو حتی خپل کارکوونکي له دندې لیرې کړي او ځینو خپلو کارکوونکو ته ویلي چې له کوره په نیم معاش کار وکړي، په دې کې یو شمېر رسنۍ دي چې ان د ۲۲ میاشتو معاش‌یې خپلو کارکوونکو ته نه‌دی ورکړی او کارکوونکي یې د برمته شویو په توګه ورسره دي.”

د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ اداره، نی وايي، یو شمېر رسنۍ ځکه نه‌شي کولای چې د خپلو کارکوونکو معاشونه ورکړي چې د رسنیو مالکین خپله له مالي بحران سره مخ دي.

له دې وړاندې افغان حکومت پتیلې وه چې د رسنیو قانون تعدیل   کړي، خو د رسنیو له تندو غبرګونونو وروسته دغه موضوع د اوس لپاره تر یو بریده غلې شوې ده.

نی په کرونا ویروس د رسنیو د کارکوونکو او خبریالانو د ډېر شمېر اخته کېدو دا خبره داسې مهال کوي چې د افغانستان عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۲۷۹ مثبتو پېښو د ثبت خبر ورکړی چې د یاد وزارت د معلوماتو پر بنسټ په دې کې ۱۲ کسه مړه شوي دي.

په افغانستان کې تر دا مهاله ۳۱ زره ۵۱۷ کسه په کرونا ویروس اخته شوي دي چې له ډلې یې ۷۴۵ کسه مړه او شااوخوا ۱۴ زره بېرته روغ شوي دي.

اشتراک گذاری:

نظر بدهید