حضرت شاه ولی الله محدث دهلوی څوک وه؟

غلام جيلاني همايون

د ملی آرمان د ورځپاڼی درنو لوستونکو او مینه والو، غواړم چی د یو ډیری اړینی موضوع په هکله ستاسو درنو دوستانو سره یوڅه ووایم.
په داسی حال کی چی زه شاعر او لیکوال نه یم خو دا ډیره د پام وړ او د وخت اړتیایی بولم چی لږ څه ولیکم.
زه په دی ډیر مطمین او باوری یم چی ډیر علمای کرام او پوهان شته چی لاندی موضوع زما تر لیکنی سرچینده ده او ښه تره او په وضاحت سره ستاسو درنو لوستونکو سره شریک کړی او ستاسو په معلومات کی زیاتوالی راولی، نو په همدی خاطر زه دا لیکنه کوم چی ددوی جنابانو پام ورته راوګرځوم څو زموږ معلومات نور هم راډیر کړی.
د شهید اونی او که د شهید احمدشاه مسعود د تلین د لمانځی ورځ ورته ووایو ډیر فرق نلری.ددی ورځی تر تجلیل وروسته می یو ورځپاڼه د مجاهد د ورځپاڼی په نامه ولوستل چی په پنځم مخ کی یی په غټو تورو لیکل شوی و.
«مکتب فکری د یو بندی و تأثیر آن در افغانستان وپاکستان»
د مضمون متن په دری خوږه ژبه لیکل شوی و. دلیکوال نوم ښاغلی عبدالعلی کوهی دی. د ورځپاڼی شمیره ۲۳، نیټه ۲۵/سنبله/1396.
ښاغلی کوهی صاحب د دیوبند د مدرسی په هکله خپل نظریات داسی ورکړی و چی د پاکستان د طالبانو حرکت اصل اوریښه د دیوبند مدرسه ده. مضمون ډیر اوږد و او مسایل یی هم مختلف و.
یوځای یی د قاضی حسین احمد ذکر هم کړی و چی ده د پیسی او کوکاکولا او نور غربی شیان په خاص ډول امریکایی شیانو تحریم کړی و. دا چی قاضی حسین احمد یواځنی نږدی ملکری او دوست د افغانستان د اسلام پالو مجاهدینو د مشرانو او رهبرانو و چی د دوی پر فکری یوالی باندی دلته څه نه لیکم.
دا لیکنه صرف او صرف د جناب حضرت شاه ولی الله محدث دهلوی «قدس سره» په هکله ده. ځکه ښاغلی لیکوال د حضرت صاحب د شان په هکله داسی لیکلی دی.
«شاه ولی الله هندی رهبر فکری بنیادگرای افراطی در شبه قاره هند.» این جملات، توحید راتاآنجاتنگ می سازد که حتا هر نوع تمسک ظاهری به وسایل دیگر را که در راستای قدرت الهی در نظر گرفته شود، شرک می داند.
لومړی: باید پوه شو چی ښاغلی لیکوال د کوم مأخذ او معلومات پر بنسټ جناب حضرت شاه ولی الله محدث دهلوی «قدس سره» په هکله چی څه لیکلی دی او په خپله د ده جناب په هکله څومره معلومات لری. دا چی د اسلامی نړی د یو جیدا ومنل شوی عالم او محدث نوم داسی لیکی چی شاه ولی الله هندی یی وبولی، دده مبارک د شان سپکاوی یی بولم.
دوهم: دا چی د هغه وخت د مسلمانانو حالت، ژوند او پر اسلامی اصولو باندی پابندی، متقابل احترام، د خدای(ج) پر مخلوق باندی ترحم او داسی نورو مسایلو په هکله څومره معلومات لری که نه.
دریم: آیا محترم لیکوال په دی باندی آګاه دی چی په هغه وخت کی د شریعت او طریقت ترمنځ څومره نږدیوالی و او د علماو محبت د طریقت او معرفت سره څومره و.
څلورم: څرنګه چی دا مضمون په مجاهد ورځپاڼی کی به نشر رسیدلی و، نو دا ورځپاڼه په جمعیت اسلامی حزب پوری اړه لری کوم چی د هیواد په آزادی کی یی د پام وړ کارنامی موږ ته را په یادګار پریښی دی او ډیر ستر ستر شهیدان یی په دی لاره کی ورکړی دی او هم یی اسلامی مبارزه په داسی حال کی شروع کړی ده چی هیوادوال ورباندی خبر او آګاه دی.
پورته څلورو جملو په کتو سره باید په داسی لیکنو کی د ډیر زیات غور او احتیاط څخه کار واخیستل شی او ټول اړخونه یی په نظر کی ونیول شی.
زه غواړم په لنډه توګه د جناب حضرت شاه ولی الله محدث «دهلوی قدس» سره د نسب، ژوند او دده عالی جناب منزلت د شریعت او طریقت د نقطی نظره څه ناڅه د درنو لوستونکو سره شریک کړم.
جناب حضرت شاه ولی الله محدث «دهلوی قدس سره».
د هند په لویه وچه کی دده عالی جناب په هکله داسی ویل کیدل چی ذکریی د ډاکتر ظهور الحسن شارب په حواله لیکم. په اردو ژبه لیکل شوی دی.
«حضرت شاه ولی الله محدث دهلوی ناجی شریعت هی، اور امام طریقت هی.
عمدة الابراری، قدرة الاختیارهی. آپ وه منج فیض هی که حبس سی هندوستان…
د ملی آرمان درنو لوستونکو، تاسو وګوری چی یو داسی شخصیت کوم چی په پورته القابو او صفاتو سره مشهور وی او ده مبارک د شریعت او طریقت نور په یو ملک کی خپور کړی وی په کوم جرأت او دلیل سره ویلای شو چی دی مبارک سخت دریځه و یا د افراطی سخت دریځو فکری رهبر و.
دا څومره لوی تهمت دی. دوستانو سخت دریځی خپرول چی نن ورځ دنیاوال و سخت دریځو یا Extremist ته د وحشت او ویری اچونی د عاملانو په سترگه گوری او دوی هم دا کار کوی.
نو دلته سوال پیدا کیږی چی د مجاهد ورځپاڼی دا درس څه د اسلامی نړی پر یو جید او اعدال خوښوونکی عالم او د طریقت پر امام باندی د داسی لوی تهمت ویل یا لګول مستندو اسنادو او شواهدو ته اړتیا شته چی ددی کار امکان شتون نلری صرف یو تشویش او اندیښنه خپرول دی.
لومړی به دا ووایم چی دده پلار مباک هم عالم دین و او خلیفه د طریقت و او دده مبارک لومړی استاد او دطریقت مرشد هم دی چی دده د نوم مبارک په هکله داسی بیان راغلی دی چی د ده مبارک پلار شاه عبدالرحیم صاحب وایی: د نامتو پښتون صوفی او عالم شیخ قطب الدین بختیار کاکی(رح) کوم چی د حضرت خواجه محی الدین حسین چشتی(رح) لوی خلیفه او ځای ناستی و. ما په خوب کی ولیدی او راته ویل یی چی که تا ته خدایی دا ځل زوی درکړی نوم زما نوم قطب الدین به ورباندی ایږدی. خو شاه صاحب د پیدایښت په وخت کی دغه خوب د شاه عبدالرحیم صاحب د یاده وتلی و او څه موده وروسته چی کله دغه خوب وریاد شو نو د هغه د نامه سره یی د قطب الدین نوم هم ور زیات کړ. چی پوره نوم یی ابوالفیاض قطب الدین احمد بن ابوالفیض شاه عبدالرحیم العمری الدهلوی دی چی دده د نصب سلسله د اسلام دویم خلیفه حضرت عمر فاروق(رض) ته رسیږی.
درنو دوستانو، د لیکوال لیکنه څومره توپیر د دوی د شان سره لری چی دوی دواړه پلار او زوی مبارکان غیر له خپلی طریقی څخه د چشتی طریقی د یو لوی پیر د خوب د هدایت پابندی کوی او چشتیه طریقه خو د سمع په اوریدو تأکید کوی یا پر همدی لاره خپل مریدان تربیه کوی نو دا بل ډول تمسک ندی. په هر صورت راځو خپلی موضوع ته.
(یو ډیر مهم سوال پیدا کیږی چی جناب حضرت صاحب خو د هند مسلمانان د ظلم او ستم څخه وژغورل آیا دا کار خو به سخت دریځی نه و که څنګه)
جناب حضرت شاه ولی الله محدث دهلوی د ظلم او وحشت د مخنیوی په خاطرچی په دی وخت کی د هند په لویه وچه کی پر مسمانانو باندی روان و نو ده مبارک د اسلامی امت پاچا لوړ درشل احمدشاه بابا ته یو لیک واستوی چی هند ته راشه او دغه بیچاره ګان د ظلم څخه خلاص کړه.
د یادولو وړ خبره داده چی دا وخت نورو علماو او اولیاالله (رح) دده مبارک سره همغږغی و یعنی نور لیکونه هم کندهار ته رارسیدلی و. یو لیک چی ډیر مهم لیک و د حضرت مرزاجان جانان مظهر شهید(رح) لخوا واستول احمدشاه بابا ته کټ مټ همداسی لیک وراستول شوی و کوم چی حضرت شاه ولی الله محدث دهلوی ور استولی و.
نو هغه و چی احمدشاه بابا هم د دوی د غوښتنی سره سم هند ته ځی او هغه مظلومان د ظلم او جبر خلاصوی چی په دی هکله تاریخ هرڅه په وضاحت سره بیان کړی دی. د حضرت شاه ولی الله صاحب د لیک متن په دی ډول و.
لیک: «په اوسنی وخت کی په دی سیمه کی یوداسی واکمن او پاچا چی د ځواک، شان او شوکت خاوند وی او مرهټه وو سره وجنګیږی، بل څوک نشته او یوازینی کس تاسو یاست چی د دوی مقابله کولای شی نو پرتاسو فرض ده چی هندوستان ته راشی».
پاتی لری

اشتراک گذاری:

نظر بدهید