حضرت شاه ولی الله محدث دهلوی څوک وه؟

غلام جيلاني همايون

دویم برخه

کله چی احمدشاه بابا هند ته ورسیدی نو محدث دهلوی لا د مخه د احمدشاه بابا هرکلی ته ورغلی و، کله چی احمدشاه بابا ته دا پته ولګیده چی محدث دهلوی یی هم هرکلی ته راغلی دی نو د محدث دهلوی په احترام او درناوی له خپله آسه راکښته شو او تر ستړی مه شی او روغبړ وروسته یی و جناب محدث دهلوی ته وویل:
تاسو د ټولی اسلامی نړی یو ستر محدث او مفسر یاست او زه د یو هیواد واکمن، نو تاسو ولی دومره زحمت ویاست او زما هر کلی ته راغلی په داسی حال کی چی ستاسو درناوی پرما واجب دی.
درنو وطنوالو، نن ورځ هرڅه واضح او ښکاره دی او دنیاوال هرڅه ته لاس رسی لری او هیڅ پټ شی وجود نلری. نو دا ویلای شو چی سخت دریځی یا افراط ګری څه وخت منځ ته راغله، د چا لخوا منځ ته راغله، د کوم هدف لپاره منځ ته راغله او لومړنی کسان یا اشخاص څوک و چی تهداب د افراط ګری یی کښیښود.
انترنت ته مراجع وکړی او په خپله به وګوری چی دا شومه پدیده څنګه را پیدا شوه.
درنو لوستونکو، یو ډیر مهم اصل یا خبره چی په دی اخیرو وختو کی د ځینو نور ډلو او طریقو د منځ ته راتګ سبب کم رنګه شوی ده هغه داده چی که کوم څوک واقعاً د زړه د طریقت د څلورو طریقو څخه په یوه طریقه کی داخل شی هیڅکله هم چاته د ضرر ا و تاوان رسولو فکر نه کوی ځکه چی صوفیانه تدریس د خدای د مخلوق سره ترحم او پرهغو باندی د مهربانی زده کړه ورکوی نو سخت دریځی خو ډیره لیری خبره ده.
ځینی تش په نامه خلیفه ګان او پیران هم شته چی هم یی د طریقت نوم وربد کړی او هم یی د صوفیانو نوم بد کړی دی چی دا هم د نژدی قرن را په دیخوا رواج شوی دی خو د هغه وخت شریعت او طریقت خپل اصل ته رسیدل و او یوازی یی د خپل محبوب په فکر کی ژوند او ریاضت کاوه. او بله مهمه خبره داده، څوک چی په شریعت باندی کامل او آګاهانه وای، هیڅ کله هم خلافت ته نه رسیدی.
جناب حضرت صاحب 7 کلنی کی قرآن شریف ختم کړی او په پنځلس کلنی کی یی ټول علوم مروجه ختم یا تکمیل کړل. دی مبارک د نقشبندی طریقی ډیر لوی پیراو امام تیرشوی دی او تخلص یی «امین» و.
د اهل سنت والجماعت پیروان او معتقدین دده مبارک په خاصه او خدماتو باندی ویاړی او فخر پری کوی.
د محدث دهلوی مبارک د اولادو څخه چی اسلامی امت نه یی بسیاری خدمتونه کړی دی د شاه عبدالعزیز محدث دهلوی نوم یادولای شو چی د هند په لویه وچه کی ډیر لوړ او نامتو عالم او عارف تیر شوی دی، د شریعت او طریقت استاد یی دده مبارک پلار و.
نورو ورونو یی هم ډیر خدمتونه کړی وی چی هر یویی مولانا شاه رفیع الدین، مولانا شاه عبدالقادر او شاه عبدالغنی دی.
جناب محدث دهلوی سره له دی چی د خپل پلار لوی خلیفه یا خلیفه اعظم و خو ډیره مهمه خرقه چی ده مبارک په لاس راوړه د حضرت شیخ ابوطاهر مدنی څخه و چی ټوله خرقی یی احتواکولی.
د ده مبارک د اعشارو یو نمونه رااخلو.
من نه دانم باده ام یا باده را پیمانه ام
عاشق شوریده ام یا عشق با جانانه ام
مبتلای حیرتم جان گویمت یا جانِ جان
اصطلاح شوق بسیار است و من دیوانه ام
میل هر عنصر بود سوی مقر اصلیتش
جذبه اصل است بسر شورش مستانه ام
شوق موسی در ظهور آورد نارطور را
در نهاد شمع آتش می زند پروانه ام
ای امین بر مستیم نام تجدد تهمت است
در ازل پیش از زمان تعمیر شد میخانه ام
جناب محدث دهلوی ډیر کتابونه او رسالی کښلی دی چی ډیر مهم کتاب یی تفسیر شریف دی. تفسیر فتح الرحمن فی ترجمة القران یو له ډیرو مشهورو تفسیرونو نه شمیر کیږی.
درنو لوستوونکو، څومره چی څوک وغواړی دده مبارک په هکله څه ولیکی بیاهم لږ دی. که چیری ضرورت و بیا به هم ستاسو عزیزانو سره نور څه هم شریک کړم.
درنو لوستونکو، دا چی ځینی خلک غواړی د مسلمانانو په منځ کی تشویش او تفرقه ایجاد کړی او زموږ مشهور علمای کرام او اولیاءالله په یو او بل نامه بدنام کړی دا ارمان به خاوروته یوسی.
د سخت دریځی او افراطی ګری د شروع او مبداء په هکله په انګلیسی ژبه یو څه لیکم چی هر څوک کولای شی د انترنتی شبکو د لاری ددی شومی پدیدی مبدا او منشاء ځانته معلومه کړی.
د هغه وخت مسلمانانو ددی ډول شومو پدیدو په هکله حتا تصور هم نشوای کولای دا خو ډیره لیری خبره ده چی یو څوک د ځانه پریو داسی لوی شخصیت باندی داسی تور لګوی.
دا چی اوس ځینی کړی او عناصر شته چی تشویشونه ایجاد کړی، پر علماو باندی لازمه ده چی خپلی مقالی او تبلیغونه د تفرقی او ویری اچونی پرضد زیات کړی.

اشتراک گذاری:

نظر بدهید