د ځوانانو په ملي کانګرس کی: ځوانانوته په حکومت کی د سیاسی او ټولنیز ګډون حق وکړل شی

د ځوانانو ملي کانګرس چې د ولایتونو او مرکز په سطحه د ځوانانو تر منځ د خبرو اترو يو ځانګړی آدرس دی، تیره اوونی د میدیوتیک افغانستان له خوا د حکومت د رسنیو مرکز په تالار کې په لاره واچول شو. دغه کانګرس د ځوانانو د اوږدمهالو هڅو، خبرو اترو او جمع بندۍ د وړاندې کولو په موخه غوښتل شوی و.
په دی غونډه کی ښاغلي حمیدالله ځاځي د میدیوتیک افغانستان عمومی مسؤول په تالار کې راغلیو میلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ د ځوانانو کانګرس په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي ځاځي د خپلو خبرو پر مهال په تالار کې ناستو ګډونوالو ته ویول: زمونږ نننی کنفرانس دځوانانو د کابو درې کلنو پرله پسی خبرو اترو او بحثونو د پایلو غوړ چاڼ دی، چې دوه ورځی به دوام ومومی. په دی کنفرانس کې لږترلږه ۲۰۰ځوانانو ته د ګدون زمینه برابر شوی، چی د ولایتو نو د ځوانانو څخه به د پام وړ استازولي وکړي د دغه دوه ورځو په بهیر کی به په ګنو مسألو بحث وشی.
ښاغلي ځاځي د دې غونډې د جوړولو څخه خپله مو خه په لاندې ډول اعلان کړه:د ولایتونو او مرکز ځوانانو ترمنځ خبرو اترو او د سولې او امنیت د ټينګښت موضوعاتو په اړوند تخصصي بحث او فکري تبادلې ته لارې چارې برابرول، د مرکز او ولایتونو د ځوانو فعالینو ترمنځ د تجربو رایجول، د ځوانانو او د سیمه ییزو حکومتي او بنسټونو تر منځ د مرستې د روحیې پیاوړتیا، د هېواد په مهمو تصمیم نیولو کې د ځوانانو د نقش پیاوړتیا، پرته له هر ډول اندېښنو، په مدني ټولنه او رسنیو کې د ځوانانو د ګډون ډېرول او د خپلې خوښې رضاکارانه ملاتړ لپاره د سولې د مفاهیمو دودول، د کړکېچونو حل، ملګرتوب، یو دبل پوهاوي، د قانون د حاکمیت ټينګښت، د بشري حقونو تأمین او د هر ډول بې عدالتۍ او فساد د مخنیوي لپاره هلی ځلی، د افغانستان د ځوانانو د سیمه ییزو او ملي شبکو جوړول دی.
حمیدالله ځاځي د خپلو خبرو په ترڅ کې د ځوانانو په اړه له حکومت څخه په لاندې ډول غوښتنې وکړې:
افغانستان د پرمختګ او انکشاف لپاره ضرورت لري، چې د بدلون په دې لسیزه کې له زاړه نسل نه ځوان، تازه او متخصص نسل ته چې په نویو بشري علومو واکمن دي له خپلو فرهنګي ارزښتونو سره یو ځای، مدیریتي لېږد په بنسټيزه او سیستماتیکه بڼه ترسره کړي.
ځوانانو د هېواد په ساتنه او د تروریزم سره په جکړه کې لویه قرباني ورکرې او په خواشینی سره دا لړۍ لا تر اوسه دوام لري، نو اړینه ده، چې د دې قربانۍ په تناسب ځوانانو ته په حکومت که د سیاسي او ټولنیز کډون حق ورکړل شی.
کار او تولنیزه بوختیا د سولې اعادې اصلي عنصر دی، نو د افغانستان حکومت دې پر خپلو ژمنو او تعهداتو عمل وکړي او د ځوانانو د جذب او استخدام لړۍ دی نوره هم کړندۍ کړي.
د حکومت په اړوندو بنسټونو، چې د ځوانانو چارو مسؤولیت او مدیریت پر غاړه لري باید تجدید نظر شي او ریښتینی او با درایت مدیرانو ته دې د کار او خدمت زمینه مساعده کړي.
د ځوانانو لپاره په انکشافي استراتیژۍ دې یو ځل بیا علمي او تخصصي کتنه او څیړنه وشي، تر څو د یو معقول او منلو وړ د ښوونی، روغتیا، مصونیت او کاری بوختیا لپاره تگلاره برابره شي.
ځوانان باید د تعلیمي لوړتیا او استعداد په اساس په کارونو بوخت شي او د سیاسی، ژبنیو ناندریو او نا خوالو نه دې لرې وساتل شی.
ښاغلي ځاځي د خپلو خبرو په پای کې د جرمني هېواد د مالي ملاتړ څخه هم مننه وکړه او وې ویل: غواړم چې د میدیوتیک افغانستان د ګڼو اوسنیو درې کلنو پروژو ملاتړې ادارې د جرمني هېواد د اقتصادي همکاریو او پرمختیایي وزارت څخه د زړه له کومی مننه وکرم.
همدا رنګه د حکومت د معلوماتو او رسنیو مرکز رئیس ښاغلي صدیق صدیقي او مرستیال جناب بشري او ټول کارکوونکو څخه مننه وکړم چی تل یې زمونږ سره په خلاص تندي او پراخو لاسونو مرسته کرې ده. د هېواد د رسنیو همیشني حضور څخه هم د زړه له کومی منندوی یم.
ورپسې د ولسي جرګې غړي عبدالقادر ځاځي د ولسي جرګې په نمایندګۍ د ځوانانو د ملي کانګرس د غونډې د جوړولو له کبله میدیوتیک افغانستان ته مبارکي ورکړه او د ولسي جرګې د کړنو، نیمګړتیاو او فعالیتونو په اړه یې ځوانانو ته تحلیلي معلومات وړاندې کړل.
لیکوال او د آلمان د دویچه‌ویله راډیو پیاوړي ژورنالیست د سولې په بنسټیزو مسایلو، په افغانستان کې د سولې او جګړې په کلیدي اړخونو، په اوسني وخت کې د ځوانانو د ستونزو او ننګونو په اړه چې ور سره لاس او ګریوان دي خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې که د ځوانانو ستونزو ته پاملرنه و نه شي کیدای شي په راتلونکي کې د هېواد لپاره لوې بحران په لاره وي.
همدا رنگه آغلی مریم صافۍ د افغانستان د څیړنې او پراختیا موسسې مشرې د ځوانانو د ستونزو، غوښتنو او حل لارو او له دې وضعیت څخه د وتلو او د سولې د پروسې د پیاوړتیا په برخه کې ځوانانو ته وینا وکړه.
سید میثم احسانی د سمون او بدلو لپاره د ځوانانو د شبکې مرستیال د دې غونډې بل وینا وال و، چې په خپله وینا کې یې د سولې په پروسه کې د سیاسي فرهنګ سره د پیژندګلوۍ د اړتیا و په اړه خبرې وکړې، نوموړي د ځوانانو څخه غوښتنه وکړه، چې په خپل منځ کې دې د یوالي او ورور ولۍ د فضا په را منځته کولو سره په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره زمینه برابره کړي.
د ځوانانو کانګرس دویمه برخه، پوښتنو او ځوابونو ته ځانګړې شوې وه، چې په دوه پنلونو کې تر سره شوه.
په لومړي پنل کې ځینې موضوعاتو ته لکه د ځوانانو وزګارتیا، تروریستي ډولو سره د ځوانانو یو ځای کیدلو د مخنیوي لپاره یې د حل لارې، د ځوانانو د ډله ییزمهاجرت په اړه، په ائتلافونو کې د ګډون رول، د ځوانانو صنفي او مدني اتحاديې او د سولې په پروسه کې د ځوانانو د رغنده ونډې په اړه بحثونه، پوښتنې او ځوابونه تر سره شول.
په دغه پنل کې د دویچه ویله راډیو ژورنالیست او لیکوال ښاغلي ډاکتر رسول رحیم، د پوهنتون استادې آغلی منیژه رامزي، خبریال ښاغلي یاسر ابرار او مدني ائتلاف غړي ښاغلي عبدالبصیر دادخواه د ځواب ورکونکو په توګه د ګډونوالو سوالونو ته ځوابونه ورکړل.
د غونډې په دویمه ورځ د کاري فرصتونو د ایجاد بحران او د ځوانانو لپاره یې ټولنیز او اقتصادي زیانونه، د یوې ملي استراتیژۍ په چوکاټ کې د ځوان کهول د ځواک ضایع کیدو د مخنیوي اړتیا او د سولې او سوکالۍ لپاره ور څخه استفاده کول، د هویت بحران او فرهنګي یرغل اثرونه او پر ټولنیزې سولې یې اغیز، د ځوانانو د شبکو او جوړښتونو پایلې او پر ټولنیزې سولې یې اغیز، د سولې په ټینګښت کې د ځایي ځوانانو ظرفیتونه، او د ځوانانو کاري فرصتونو او پر سولې یې د اغیز په اړه د پنل د چلوونکو هر یو د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د کمیسیون کمیشنر میوند رهیاب، د مدني ټولنې ګډې کاري ډلې مشر خلیل روفي، د پوهنتون استاد سید مصطفی سعیدي، په یادو موضوع ګانو بحثونه او د ځوانانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
د غونډې په ورستۍ برخه کې د عامه پوهاوي، شبکه سازۍ، د محتوا تولید او اړیکو په اړه ګډونوال ځوانان په څلورو برخو وویشل شول او د ورسپارل شویو موضوعاتو په اړه یې میدیوتیک افغانستان ته په لیکلې بڼه خپل نظرونه او ووړاندیزونه وړاندې کړل چې د میدیوتیک افغانستان عمومي کوارډیناتور حمیدالله ځاځي په وړاندې شویو طرحو خپل نظر ګډونوالو ته واوروه.

اشتراک گذاری:

نظر بدهید