ایران سره د نړیوالو قدرتونو د اټمي موافقې ملاتړ

د اروپايي اتحادیې مشرانو یو وار بیا له ایران سره د نړیوالو قدرتونو د اټمي موافقې ملاتړ وکړ.
د اتحاديې د غړو هېوادونو مشرانو سره وکتل او د نورو مهمو مسألو ترڅنګ یې له ایران سره پر اټمي موافقه خبرې وکړې.
د اروپايي هېوادونو مشرانو د غونډې په پای کې یوه اعلامیه خپره کړه او په کې ویې ویل چې په بشپړ ډول، له ایران سره د شپږو سترو قدرتونو د موافقې عملي کولو ته تعهد لري.
د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مشرې، فډریکا موغریني وویل چې اروپايي مشران له ایران سره اټمي موافقه خپل او د سیمې امنیت ته مهمه ګڼي.
د ایران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ د موافقې پر اساس، تهران منلې چې د اقتصادي بندیزونو د کمېدو په بدل کې خپل اټمي فعالیت محدود کړي.
موافقه د ایران، امریکا، روسیې، بریتانیې، چین، فرانسې او جرمني د استازو ترمنځ تر څو کلونو مذاکرو وروسته، په ۲۰۱۵ میلادي کال کې وشوه.

اشتراک گذاری:

نظر بدهید