ایران: که کردان له کرکوک څخه ونه وزي د ایران ملاتړ به لاسه ورکړي

د ایران د پوځ یو جګپوړی قوماندان د عراق شمال ته ولاړ چې کردي مشران دې ته وهڅوي چې له کرکوک څخه ووزي.
دغه ایرانی جنرال په عراق کې ډېر پېژندل شوی دی، ځکه څو ځلې د عراق پر ټلوېزیونونو لیدل شوی چې په هغه هېواد کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په وړاندې د جګړو په لومړیو کرښو کې د عراقي ځواکونو ترڅنګ وو.
کردي چارواکي په دې باور دي چې دغه اقدام د عراقي ځواکونو لپاره زمینه برابره کړه چې روانه اوونۍ په اسانۍ سره د کرکوک ښار کنټرول له کردانو واخلي.
رویټرز خبري اژانس ویلي تورن جنرال قاسم سلیماني چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د ډلې د بهرنیو عملیاتو مسؤول دی کرد مشرانو ته ویلي چې پېشمرګه ځواکونه به دا وړتیا ونه لري چې د عراق د صدراعظم حیدر العبادي ځواکونو ته ماته ورکړي، هغه ځواکونه چې د لوېدیځو او هم سیمه ییزو قدرتونو لکه ایران او ترکیې ملاتړ لري.
د رویټرز په خبره هغه دغه راز کردانو ته خبرداری ورکړی چې یا له کرکرک څخه ووزي او یا به د تهران ملاتړ له لاسه ورکړي.

اشتراک گذاری:

نظر بدهید