امریکا، ایران او د لبنان شیعه حزب الله ډلې ته نوي خبرداري ورکړل

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس ایران او د لبنان شیعه حزب الله ډلې ته نوي خبرداري ورکړل.
پنس د وړمه په ورځ په واشنګټن کې د لبنان په پلازمینه بیروت کې د امریکايي ځواکونو پر پوځي اډې د حملې د ۳۴ مې کلیزې په مناسبت وینا کې وویل چې له لږترلږه ۳۴ کاله مخکې امریکا له یوه داسې دښمن سره چې موږ هېڅکله نه وو مخامخ شوي، په جنګ کې و.
په دغه حمله کې ۲۴۱ امریکایي او ۵۸ فرانسوي سرتېري وژل شوي وو چې مسؤولیت یې واشنګټن پر حزب الله او د هغې پر ملاتړو ایرانیانو اچولی دی.
پنس حزب الله یوه ترورېستي ډله وبلله او ایران ته په اشاره، هغه ېې یوازې د ترورېزم ملاتړي د یوه مخکښ دولت یوه نیابتي ډله یاده کړه.
د امریکا د ولسمشر مرستیال زیاته کړه چې ولسمشر ټرامپ ایران هغه هېواد یاد کړی چې نور یې موږ ته ورانکاره فعالیتونه یا په سیمه او نړۍ کې یې له ترهګرۍ ملاتړ د زغملو نه دی.

اشتراک گذاری:

نظر بدهید