د پاکستان یوې محکمې د نواز شریف د نیولو حکم کړی

وروسته له دې چې د پاکستان پخوانی صدراعظم نوازشریف د فساد د تورونو په اړه د ځان د فاع لپاره محکمې ته حاضر نشو، یوې محکمې د هغه د نیولو حکم ورکړ.
قاضي محمد بشیر وړمه ورځ د شریف د نیولو حکم صادر کړ او د ده د مدافع وکیل هغه غوښتنه یې رد کړه چې د ده موکل دې په محکمه کې له حاضرېدو څخه معاف شي. نواز شریف غواړي په لندن کې پاتې شي ځکه هلته یې مېرمن تر علاج لاندې ده. ټاکل شوې وه چې شریف د محکمې په غونډه کې د ګډون لپاره پاکستان ته ستون شي خو د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې هغه څو ورځې مخکې سعودي عربستان ته تللی او اوس مهال په جده کې دی. د نوازشریف لور مریم نواز او مېړه یې محمد صفدر چې دواړه د فساد په قضیه کې تورن دي پرون د محکمې په غونډه کې حاضر وو، خو د شریف دوه زامن چې هغو هم په دې دوسیه کې شامل دي او په لندن کې اوسېږې حاضر نشول.نوازشریف او د ده د کورنۍ غړي له هغو ادعاوو وروسته تورن شول چې د پاناما یوې ورځپاڼې په ۲۰۱۶ کال کې افشا کړل او د دې ادعاوو له مخې د شریف کورنۍ په بهر کې څو شرکتونه لري او په لندن کې یې جایدادونه اخیستي دي خو دوی دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې دا د دوی پرضد د دسیسو یوه برخه ده.

اشتراک گذاری: