د هرات محکمې ۷ تنه د اختطاف په تور په بند محکوم کړل

د هرات د استېناف محکمې لخوا اووه تنه د څلورو کسانو د تښتولو په تور په اوږد مهاله بند محکوم شول.
محکمې څلور تنه پرون شنبه په شلو شلو او دوه نور یې، یو د ۱۵ او بل یې په ۱۵ کلونو او دریو میاشتو بند محکوم کړي.
خو یو تن د کافي اسنادو د نشتون له امله بې ګناه وپېژندل شو.
دغه اووه کسیزه ډله په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د هرات د ملي امنیت ریاست کارکوونکو له لوري د هرات له مرکز او هرات ـ اسلام قلعه لویې لارې څخه نیول شوې وه.

اشتراک گذاری:

نظر بدهید