د ريــا زاهــدي غلام جيلاني همايون

درنو او عزتمندو د ارشاد، حج او اوقافو مسؤولینو.

دعلماو شورا محترمو مشرانو او مفتی صاحبانو.

غواړم چی ډیره اړینه پوښتنه چی نه یوازی زما لخوا مطرح کیږی، بلکه د اکثرو هیوادوالو په زړونوکی پاته ده. دا چی د هری وجهی یا سبب په خاطر یی نه شی ویلای او یا یی نه مطرح کوی په سببو پسی یی نه ګرځو.
پوښتنه (د ګو یا لوډسپیکرو په واسطه د لمانځه ادا کول دی) څرنګه چی زموږ په ګران هیواد افغانستان کی د تیرو درو لسیزو را په دی خوا رنګارنګ پردی رواجو او کمزورو عاداتو خورا زور اخیستی دی په تیره بیا د نوی ولسواکی په منځ ته راتګ سره.
درنو لوستونکو! دا چی دا حالت څنګه منځ ته راغلی دی یو څه مخکی ناخوالوته اشاره کوم.
جهاد او مهاجرت د اسلام په تاریخ کی ځانګړی ځای او اهمیت لری او د وخت د اړتیا په صورت کی د مسلمانانو لپاره د اجماعی فتواوی تر صادریدو وروسته جواز پیدا کوی چی په دی وخت کی پر مسلمانو باندی جهاد فرض بلل کیږی او په ځینو اوقاتو کی و مهاجرت هم اړ کړل کیږی.
خو بدبختانه د افغانستان مهاجرت سره له دی چی د وخت د جابر او استعمار ګر نظام د فتنی څخه د ځان د ژغورولو په خاطر منځ ته راغلی ؤ خو د ډیر ارمان او افسوس ځای دا دی چی زموږ بدنیته همسایه ګانو چی د کلونو کلونو راهیسی یی داسی یوه ورځ له خدایه غوښتل چی موږ ورته مجبور شو او د دوی خصمانه غوښتنو ته چی رنګارنګ پوښونه به یی وراغوستل د مجبوریت سر وښورؤ.
دا په داسی حال کی ده چی زموږ پیچاره او عام هیواد وال په دی شیطانی چلونو، نه پوهیدل. دانه یوازی همسایه ملکونو، بلکه و نورو ممالکوته هم مجبوراً مهاجر شول.
د خواشینی خبره داده چی زموږ یو تعداد د اوسنی وخت وطنوال ډیر کمزوری عادتونه لری.
د مثال په ډول: د پردیو پیښی کول، د هغو رواجونه د ځان سره راوړل او په عملی کولو باندی یی د ځان لپاره سرلوړی او فخر ګڼل او داسی نور چی دا په اصل کی زموږ د نوی نسل لپاره د سرطان په شان وژونکی مرض دی.
کاشکی داسی وای چی د نورو هیوادو مثبت رواجونه مو راوړی وای څوخپل هیواد مو د پرمختګ او هوساینی پرلوربیولی وای. خو بیاهم د خواشینی ځای دی چی مثبتو رواجوته په مغز کی ځای نلرو. د مثال په ډول: د نورو ملکو د خلکو لپاره د خپلو ټولو کارونو او ارزښتونو په سرکی یا لومړیتوب کی چی کوم شی قرار لری هغه د ملک آبادول او پرمختګ دی. په نورو ملکونو کی ګټی ترلاسه کوی او پخپل ملک کی یی مصرفوی.
د ځان او اولاد لپاره پخپل هیواد کی اوسیدل او خدمت ورته کول، لوی عزت بولی.
د پردو په لمسون خپل هیوادته زیان نه رسوی که څه هم د هر څومره امتیازاتو وړاندیز ورته وشی او داسی نور.
زموږ ددی زمانی حالت وګوری.
ځینی چارواکی او قدرتمند خلک پر خپل ملک باور او اعتماد نه لری آن د ځان او اولاد لپاره یی خپل همیشنی وطن هم نه بولی نو ځکه یی پردی پاسپورت په جیب کی ټینګ ساتلی دی او اولادونه خویی مخکی له مخکی په بل وطن کی ځای پرځای کړیدی.
زموږ ځینی مشران او سرمایداران چی په دی غریب او غم لړلی هیوادکی هرڅه ګټی یایی ترلاسه کوی، نو د مصرف ځای یی پردی وطن دی. دا په داسی حال کی چی دی محترم، یی د ځان اصلی ټاټوبی بولی او په بدبخته افغانستان کی مسافر وی.
د ډیرو لږو امتیازاتو په بدل کښی د پردو لپاره هرڅه کوی ډیر امتیازات خو لا پریږده.
ښه عزت هغه څوک لری چی پردی پاسپورت لرونکی وی
نو څنګه کیدای شی چی دا وطن آباد کړی.
خو موږ دومره بدبخته یو چی یوازی د افغانان ندی چی پورته ذکر شول، ځینی داسی خلک هم لرو چی په هر نامه په دی وطن کی پاته دی، په رنګارنګ نومونو یی دا وطن لوټ کړیدی. بیت المال یی چور او چپاول کړی او د مځکو قبضی خویو رواکار دی.
د یادولو وړ بولم چی داسی پر وطن مین افغانان شته چی د ځینو مجبوریتو په خاطر د وطن څخه لیری ژوند کوی چی هر ګړی د وطن په غم کی سوځی او که په وطن کی د خدمت زمینه ورته برابره شی نو د پاکی او وطن دوستی یو نمونه وی. هغوی د پورته ټکو څخه و تلی خلک دی.
په هر صورت، را به شو خپل اصلی مطلب ته.
څرنګه چی موږ الحمدلله مسلمانانو یو نو باید د اسلام احکامو او نبوی ارشاداتوته پوره پابند واسو. نو کله چی د قرآن عظیم شان تلاوت کیږی موږ ته دا رنګه امر شویدی. ترجمه: کله چی ولوستلی شی قرآن، نو غوږ کیږدی تاسو هغه ته یعنی غوږشی او چپ اوسی تاسی لپاره ددی چی رحم درباندی وشی.
۹ سه پاره- سوره الاعراف-
آیت ۲۰۴
پوښتنه داده چی د مسجد څخه د باندی د خلکو کاراوبار، په کورونوکی د ناروغانو او ښځو اوسیدل، په روغتونونو کی د ناروغانو حالت، په اداروکی د دولتی او نادولتی مسؤولینو او خلکو وظایف او ډول ډول بوختیاوی او داسی نور. که دا خلک د الله(ج) د حکم او امر خلاف کار کوی خو ګنهکاران شول او پر ګناه باندی تکرار کول خولا بله خبره ده. نو آیا دغه خلک قصداًځان پخپله په ګناه کی غرقوی او که بل څوک شته چی دوی په لوی لاس د ګناه وکندی ته وراچوی او د الله(ج) د رحم څخه یی مرحوموی.
په دی موضوع کی یو لوی تشویش منځ ته راغلی دی، خلک ملاصاحب یا مولوی صاحب نه د بیری څه ویلای نشی په دی خاطر چی سمدلاسه د ګمراهی یا بل څه ټا په ور باندی و نه لګوی ځکه په دی ملک یو تر ټولو آسانه او ساده خبره داده چی د هری ډلی مخالفت وکړی، دستی د کفر ټاپه یی په جیب کی ده او درباندی وهل کیږی، بیا نو ځان خلاصوه.
که چیری یی موافق وی او یا دی څه نه پکښی ویل، نو د کفر او ګمراهی د ټاپی څخه خلاص یی که څه هم ته به ډیر متقی او دین دوسته څوک یی. خو ده ته اهمیت نلری. یوازی او یوازی به دده مخالفت به نه کوی که څه هم ته به پرحق یی. البته داټاپه د ډیرو محدودکسانو په جیب کی ده، هر عالم دا کار نه کوی خو نورو تر تأثیر لاندی دوی هم راغلی دی او دحقانی علماو احترام لازم دی.
د یادولو وړ بولم چی پوښتنه دوی برخی لری.
الف: که د لودسپیکر په وسیله لمونځ صحت ولری نو اوریدل د تلاوت پر هرچا او په هر ځای کی چی وی، واجب دی دا په داسی حال کی دی چی د ځینو لودسپیکرونو آواز په سل هاو متره لیری ځی یا رسیږی.
ب: که د لودسپیکر په وسیله چی آواز یی ډیر لیری اوریدل کیږی و تلاوت ته غوږ نیول او ساکت پاته کیدل واجب ندی نو د لمانځه صحت څه ډول دی ځکه چی مقتدیان د همدی لودسپیکر په وسیله د امام پیروی کوی. نو که یوازی آذان پکښی وشی د خبر رسولو لپاره خوسمه خبره ده.
یو ځغلند نظر د ریا پرعبادت یا ریکاری باندی اچوو.
الله(ج) هغه کسان ډیر خوښوی کوم چی نیکی کوی او یوازی او یوازی الله(ج) ورباندی خبر وی او نور څوک په ځان نه خبروی او هدایت همداسی شوی دی چی د نیکی په وخت کی ستاسو چپ لاس باید به ښی لاس باندی خبر نه وی او الله پاک نیکوکاران خوښوی.
نو دلته راځو د دریشم سپاره- الماعون سوره- ۴-۵ او ۶ آیتونه په وضاحت سره د لمانځه او ریا په باره کی په ښکاره ډول مسلمانانو لپاره د عبادت ښودلی ده، نو دلته یوازی د ۶ آیت ترجمه وړاندی کیږی:
هغه کسان دی چی دوی ریاکاری کوی (په عمل خپل کی، ځان ښوونه کوی خلقوته)
یعنی یو لمونځ څه، بلکه د هغوی نور عملو هم له ریاکاری او نمایش څخه تش نه دی، ګواکی د دوی مقصد له خالق څخه سترګی اړول او د مخلوق خوښول دی.
د لودسپیکر په واسطه سره د لمانځه په ادا کولو سره ټول مخلوق په ځان باندی خبرو چی تاسی هم خبر اوسی چی موږ پر لمانځه ولاړیو یا یی ادا کوو. عجیبه خبره داده چی علمای کرام همیشه پردی باندی تأکید کوی چی تاسی د ریا څخه ځان وساتی او هر عبادت مو باید یوازی د الله(ج) د رضا او دده لپاره وی. او دلته بیا ټول مخلوق سربیره پردی چی په ځان خبر وی په نور عذاب یی هم اخته کوی.
دا چی د ټولو خلکو عبادت په ریا باندی بدلوی او اکثره عام خلک مو په دی نه پوهیږی نو دا مسؤولیت د چا دی او ولی پاملرنه نه ورته کوی.
موږ ته باید په صحیح دلایلو او احکامو قناعت راکړی او د پورته مسایلو ځواب ووایی ځکه چی عالمان د دین ستنی دی او موږ په کامل احترام، د دوی پیروی د دین په لاره کی کوو.

اشتراک گذاری:

نظر بدهید