نېکزاد: د ښځينه ژورنالېستانو وضعیت د ښه کېدو پرځای په خرابېدو دی

 

د افغانستان د ښځینه ژورنالېستانو د ملاتړ مرکز وايي، دا وخت د افغانستان په فعاله رسنیو کې ۱۰۳۷ ښځې په کار بوختې دي چې د دوو تېرو کلونو په پرتله د پام وړ کموالی ښيي.

د دغه مرکز مشره فریده نیکزاد که څه هم د توپیر ټاکلي اندازه شمېرې نه ښيي، خو وايي، شمېرو ته په کتو فکر کېږي چې د ښځينه ژورنالېستانو وضعیت د ښه کېدو پر ځای د خرابېدو په لوري تللی دی.

اغلې نېکزاد پرون په کابل کې د هغو موندنو نتیجې له رسنیو سره شریکولې چې د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې یې د رسنیو په اړه کړي دي.

نوموړې وايي: موږ که د تېرو کلونو په پرتله وګورو له بده‎مرغه د ښځينه خبریالانو حضور کم شوی دی، د ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې شمېرې ښيي چې په ولایتونو کې دا شمېره ډېره کمه شوې ده، دوی مجبورې شوي چې خپل مسلک پرېږدي او نورو کارونو ته مخه کړي.

اغلې نېکزاد وايي، د رسنیو ښځینه کارکوونکو ورسره د جګړو د لمن او ناامنیو پراختیا، په رسنیو کې د ښځینه کارکوونکو سره تبعیضي چلند، ټولنېزې او کلتوري ستونزې هغه لاملونه یاد کړي چې دوی یې په رسنیو کې د کار نه کولو ته اړې کړي دي.

د افغانستان د ښځينه ژورنالېستانو د ملاتړ مرکز دا موندنې د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د ۷۴ رسنیو له کارکوونکو سره د خبرو اترو له لارې موندلي دي.

په دې سروې کې کابل، هرات او بلخ په شنه ساحه کې راغلي چې د نورو سیمو په پرتله په کې نسبتاً ډېرې ښځینه ژورنالېستک فعالیتونه کوي.

اشتراک گذاری:

نظر بدهید