چارواکې: په ارزګان کې د یوه قوماندان په ګډون ۹ وسله وال وژل شوي

 

د ارزګان سیمه ییز چارواکې وايي، د دغه ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې وړمه ورځ مازدیگر د هوايي بریدونو پرمهال د يوه قوماندان په ګډون ۹ وسله وال طالبان وژل شوي او دري نور ټپيان دي.

د ارزګان ولایت د چنارتو ولسوالۍ امنیه قوماندان اخترمحمد پرون سه شنبه رسنیو ته وویل چې دغو وسله والو طالبانو تېره ورځ پلان درلود چې پر یوې امنیتي پوستې بریدونه وکړي چې مخکې له مخکې افغان هوايي ځواک په نښه کړل.

نوموړی وايي چې په یاده ولسوالۍ کې اوس امنیتي وضعيت ښه شوی دی.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دیوبل خبر له مخی: د کندهار د امنېه قوماندانۍ مرستيال ویاند مطيع‎الله هلال وایي، د هوايي ځواکونو ملي اردو پوليسو او عامه نظم پوليسو تېره ورځ د ميوند ولسوالۍ د کلاښامير او جګروم په سيمو کې د وسله‎والو پر ضد پراخ پوځي عمليات ترسره کړي چې په پايله کې يې ۳۰ وسله‎وال وژل شوي او  یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

هلال وایي، د ميوند ولسوالۍ د سنګ بر په سیمه کې هم تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو عمليات ترسره کړي چې پنځه وسله‎وال په‎کې ژوندي نيول شوي دي.

دی وايي: په عملیاتو کې ۳۰ وسله‎وال وژل شوي، د ټپیانو دقیقه شمېره نه‎ده معلومه، خو زیات شمېر نور ټپیان شوي هم دي.

د پولیسو مرستیال ویاند وايي، د ژېړۍ ولسوالۍ په قاري سلیم کارېز کې د امنیتي ځواکونو د جلا عملیاتو پر مهال وسله‎والو د امنیتي ځواکونو سره درې ساعته جګړه کړې چې پر مهال يې ۲۵ وسله‎وال وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

د پوليسو د ویاند په خبره په دې عملياتو کې امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو ته زيان نه‎دی اوښتی او ګڼ مهمات او نقليه وسایط يې د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي.

د دولت وسله‎والو مخالفینو تراوسه په ژېړۍ او ميوند ولسوالیو د امنیتي ځواکونو د دغه عملياتو او جګړې په تړاو تبصره نه‎ده کړې.

اشتراک گذاری:

نظر بدهید