په نغلو کې د لمریزې برېښنا د سب‎سټېشن جوړول؛ زرګونو کورنیو ته دوامداره برېښنا تولید وی

د کابل د برېښنا رياست چارواکی، په نغلو کې د لمریزې برېښنا د لومړني سب‎سټېشن د جوړولو لپاره د آسیا د پراختیايي بانک مالي همکاري مهمه بولي او وايي، د دغې پروژې په بشپړېدو سره به زرګونه کورنۍ له دوامداره برېښنا برخمند شي.

د کابل د برېښنا رییس محب‌الرحمن مهمند پرون رسنیوته وویل، د يادې لمریزې برېښنا د سب‎سټېشن په فعالېدو سره به د کابل، جلال‎آباد، لغمان او سروبي د اوسېدونکو د برېښنا د کمښت ستونزه تر ډېره هواره شي.

دی زیاته کړه، دغه پروژه په لومړۍ مرحله کې ۲۰ مېګا واټه لمریزه برېښنا په نغلو کې توليدوي او د نغلو بند د برېښنا د لین سره يوځای کېږي چې د کابل، لغمان، سروبي او جلال‎آباد ښار په اوسېدونکو به ځانګړی اغېز ولري او يوازې په کابل کې به ۲۰ زره کورنۍ له دوامداره برېښنا نه برخمند کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان لا هم د ګاونډیو هېوادونو په وارداتي برېښنا متکی هېواد دی چې شااوخوا ۳۲ سلنه وګړي یې برېښنا ته لاسرسی لري.

اشتراک گذاری:

نظر بدهید