میاخېل: ایران تېره اوونۍ۴۵۱۲ افغان کډوال په زوره ایستلي

 

په دې وروستیو ورځو کې یوځل بیا له ایران نه په اجباري ډول د افغان کډوالو ایستل پیل شوي دي چې د افغانستان د کډوالو چارو وزارت په وینا، یوازې تېره اوونۍ ۴۵۱۲ افغانان له ایران نه ایستل شوي دي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر وايي، په دغو کډوالو کې تر ډېره هغه ځوانان شامل دي چې د کار په هدف په قاچاقي لارو ایران ته تللي وو.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل پرون سه شنبه رسنیوته وویل، دوی په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه د ترکیې په څلور اړخیزه غونډه کې له ایراني چارواکو سره خبرې کړې دي.

نوموړي زیاته کړه، هغه شمېرې چې موږ له سرحدي ولایتونو ترلاسه کړي دي، تېره اوونۍ ۴۵۱۲ تنه افغانان په زوره له ایران نه ایستل شوي دي او دا هغه افغانان و چې په ناقانونه توګه یې ایران کې ژوند کاوه، دغه ستونزه مو له ایراني چارواکو سره په ترکیه کې په څلور اړخیزه ناسته کې شریکه کړه او هغوی هم ژمنه وکړه چې دا ستونزه به هواره وي.

څو ورځې وړاندې په ترکیه کې، افغانستان، ایران، پاکستان او د ملګرو ملتونو استازو په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو پر ستونزو او ورسره مرستو څلور اخیزه غونډه کې بحث وکړ.

اشتراک گذاری:

نظر بدهید