د امریکا او روسیې ولسمشرانو د نړۍ د کړکېچنو سیمو پر حالاتو خبرې کړي

د امریکا او روسیې ولسمشرانو په یوه ټيلفوني تماس کې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د روانو حالاتو په اړه خبرې وکړې.

د سپینې ماڼۍ او کرملین په خبرپاڼو کې چی خپور شوی، راغلی دی، د دې خبرو پر بېلابېلو اړخونو تمرکز شوی دی.

کرملین وايي چې دواړو ولسمشرانو د نړۍ د ګڼ شمېر کړکېچنو سیمو پر حالاتو، په تېره د شمالي کوریا د اټمي لانجې د حل پر لارو چارو خبرې کړې.

ویل کیږی د ټيلفوني خبرو غوښتنه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرامپ له خوا شوې وه.

کرملین وايي، ټرامپ په خپلو خبرو کې له پوتین څخه مننه وکړه چې په خپله کلنۍ خبري غونډه کې په اقتصادي برخه کې د ده د مشرتوب ستاینه وکړه، خو د سپینې ماڼۍ خبرپاڼه ټینګار کوي چې ټرامپ له پوتین څخه په دې خاطر مننه وکړه چې په خپلو پرونیو څرګندونو کې یې د ده اجراات وستایل او د امریکا د ستر اقتصاد په سمون کې یې د ده مدیریت ګټور وباله.

پوتین په خپلو پرونیو څرګندونو کې د امریکا د ولسمشر په توګه د ټرامپ د کار له پیل وروسته د امریکا په اقتصاد کې د ناڅاپي ښېګڼې یادونه وکړه او دا یې د هغه د جدي بریاوو یو مثال وباله.

اشتراک گذاری:

نظر بدهید