د پکتيا اوسيدونکي: حکومتوالي د لارو په بندولو نه کېږي!

 

خلک د ګردېز ښار داخل او ولسواليو ته تلونکو لويو لارو بندښت په اړه شکايت کوي وايي، ادارو دوی ته د اسانتياوو رامنځته کولو پر ځای، ستونزې ايجاد کړي دي.

د پکتيا ختيځ ته پرتو څو ولسواليو اوسېدونکي چې د سرحدي لېوا مخ ته يې لار تړل شوې او د تګ راتګ پرمهال يې په خبره له ګڼو مشکلاتو سره مخ دي وايي:

زه د احمدخېلو ولسوالۍ غفور، دا لار ټوله خرابه او خامه ده او باید خلاصه شي، په دې لار چې ځئ ټول ټاېرونه د موټرو خرابېږي او بايد دا پوخ سړک خلاص کړي.

خان ولي د احمدآبا ولسوالۍ اوسېدونکی وایی په دې لاره کې مريضان او خلک ټول په تکليف وي او په خامه کې يې بيا دومره جمپونه پسې اچولي چې موټر په ډېر تکليف اړول کېږي، اوس خو هم خير ژمی به سخت تکليف وي.

ددغه ولایت یو بل اوسیدونکی حاجي مياورګل، وایی دا لار خو عمومي لار ده بايد بنده نه‎شي په دې باندې د حکومت دفاع نه کېږي چې خلکو ته مشکل جوړ شي او لارې بندې کړي دا ټول خلک په زحمت دي ورسره او دا خبرې مو بايد واورئ او دغه لارې خلاصې کړي که دا لارې خلاصې نه‎کړي، ژمی را روان دی او خلک په سلو مشکلاتو کې دي او د ټولو مشکلاتو پړه به په حکومت وي.

دا يو څو تنه نه‎دي چې په ښار کې د تړل شويو لارو له بندښته شکايت لري، قومي مشران او مخور خلک د لارو په تړل کېدو له حکومته ناراضه دي او په خبره يې له دوی سره کړې ژمنې نه عملي کوي.

اشتراک گذاری:

نظر بدهید