دښځو اقتصادی پیاوړتیا په خاطر

په غور کې ښځو ته د غواګانو د ساتنې یو فارم جوړ شو

په غور ولایت کې د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا په هدف د غواګانو د ساتنې یو فارم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د غور د کرنې او مالدارۍ رییس عبدالتواب تایب آزادي راډیو ته وویل چې دغه فارم د کرنې او مالدارۍ وزارت په مالي ملاتړ د څه باندې ۱۶ میلیونو افغانیو په ارزښت جوړ شوی دی.

دی د غواګانو د ساتنې د فارم ترڅنګ د لبنیاتو د پروسس او خرڅلاو د یوه مرکز د جوړېدو خبره هم کوي.

اشتراک گذاری:

نظر بدهید