ټرامپ د ایران او ۶ پیاوړو هېوادونو ترمنځ اټمي موافقه مني

د رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ پریکړه کړې چې پر ایران د هغو بندیزونو لېرې کولو ته دوام ورکړي چې له ایران سره په اټمي موافقه کې یې ژمنه شوې.

له دې سره به د ایران او د نړۍ د پیاوړو هېوادونو ترمنځ اټمي موافقه په خپل حال پاتې شي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې او بلومبېرګ خپرونې د باخبرو سرچینو له قوله راپور ورکړ چې سپینه ماڼۍ په دې برخه کې د ولسمشر ټرامپ پریکړه اعلانوی.

د رسنیو په راپورونو کې ویل شوي، که څه هم ټرامپ به له ایران سره په اټمي موافقه کې د امریکا له ژمنې سره سم د ایران پر مرکزي بانک او د تېلو پر سکټور د بندیزونو د لېرې کولو په برخه کې د امریکا پر مکلفیتونو عمل وکړي، خو په عین حال کې غواړي چې پر ایران نور نوي بندیزونه ولګوي.

اشتراک گذاری:

نظر بدهید