دکورنيو چارو وزير: پولیس په ځینو غیر قانوني مواردو کې لاس لري

 

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وايي، پولیس په ځینو غیر قانوني مواردو کې لاس لري.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وايي، د خلکو هغه شکایتونه پرځای دي چې ګواکې پولیس په ځینو مواردو کې د جرم د مخینوي پر ځای په خپله جرم کې لاس لري.

ویس احمد برمک دغه څرګندونې پرون  په کابل کې یوې خبري غونډې ته وکړې.

نوموړي زیاته کړه، په ځینو مواردو کې خلک شکایت کوي چې پولیس هم په قضایاوو کې لاس لري، زه د کورنیو چارو د وزیر په توګه په دې اعتراف کوم چې بلې، زما څېړنې هم همدا ښيي، ما د استخباراتو عمومي ریاست ته  وظیفه ورکړې چې د پولیسو لیکې له فاسدو، استفاده جو او خدای مه کړه، له هغو کسانو چې وسله والو سره لاس لري، پاکې کړي، هغه که په هره سطحه کې وي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم په کابل کې د ځوانو افسرانو یوې غونډې ته وویل چې د پولیسو او خلکو ترمنځ د واټن د ختمولو لپاره اساسي، خو اصولي اصلاحات مهم دي.

ښاغلي غني همدا راز ویلي وو چې له دې وروسته به هیڅوک د فشار له مخې په امنیتي بنسټونو کې ونه ګمارل شي او هغوی چې په واسطو او پیسو ګمارل شوې، په خپلو دندو کې پاتې راغلي دي.

له دې ټولو سره سره د کورنیو چارو وزیر وايي چې پولیس له ګڼو ستونزو سره ښې لاسته راوړنې هم لري.

دی وویل چې په تېرو درېیو میاشتو کې په کابل کې د جنايي جرمنو کچه ۴۰ سلنه راټیټه شوې، خو بیاهم د ځینو امنیتي حوزو د چارواکو په اړه به هرو مرو تصمیم ونیول شي.

نوموړي همدا راز یو ځل بیا هغو کسانو ته چې له قانوني جواز پرته وسلې لېږدوي، د خپلو وسلو د سپارولو په اړه خبرداری ورکړ.

په غیر قانوني مواردو کې د پولیسو د ښکېلتیا په اړه انتقادونه تازه نه دي، خو ښايي دا لومړۍ ځل وي چې د کورنیو چارو وزیر په دغې مسألې اعتراف کوي.

اشتراک گذاری:

نظر بدهید