امریکا ۶ تنه لوړپوړي طالبان په تور لیست کې شامل کړ

د امریکا متحدو ایالتونو، شپږ تنه د طالبانو او حقانې د شبکې سره د ملاتړ په تور د ترهګرو په لیست کې شامل کړي او له پاکستان سره یې د دوی په ارتباط ټینکار کړی دی.

په دې شپږ کسانو کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د مهال لوړپوړي چارواکي شامل دي.

له دې ډلې یو هم د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د مرکزي بانک مشر عبدالصمد ثاني دی چې دده او نورو په اړه ویل شوي چې هغو وسله والو ته مالي مرستې او وسلې چمتو کوي چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ پر ائتلافي ځواکونو بریدونو کې ښکېل دي.

د امریکا د خزانې وزارت یو لوړپوړي چارواکي سیګال منډیلکر، ویلي، پر دې کسانو د جنوبې آسیا لپاره د ولسمشر ټرامپ د پالېسۍ په بنسټ بندیزونه لګېدلي دي.

د ولسمشر ټرامپ ددې پالېسۍ هدف په افغانستان کې د ۱۷ کلنې جګړې پای ته رسول دي.

سیګال منډیلکر وايي، پاکستان باید وسله والو ته د پناه ځایونو په نه ورکولو له واشنګټن سره همکاري وکړې او د دوی د مالي تمویل لارې چارې دې په شدیده توګه بندې کړي.

په همدی حال، افغان حکومت په تورلیست کې د حقاني شبکې د دوو غړو په ګډون د څلورو طالب چارواکو له شاملېدو هرکلی وکړ.

افغان حکومت وايي، تل یې پر ترورېستي ډلو او هغو هېوادونو چې ملاتړ یې کوي، د فشارغوښتنه کړې او په دې برخه کې د امریکا له وروستي اقدامه هم هرکلی کوي.

د جمهور رییس د ویندوی د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي وایی: پر ترورېستانو د فشار راوړلو په برخه کې بندویزونه هم یو انتخاب دی، ملاتړ یې کوو او موږ تمه لرو چې پر ترورېستي ډلو او د هغو هېوادونو چې ملاتړ یې کوي، اقدامات زیات او نور هم شدید شي، ځکه په آزاده توګه د ترورېستي ډلو د فعالیتونو دوام کولای شي چې د سیمې او ټولو هېوادونو امنیت له ګواښ سره مخ کړي.

عبدالصمد ثاني، عبدالقدیر بصیر، حافظ محمد پوپلزی، مولوی عنایت الله، فقیر محمد او ګلاخان حمیدي هغه کسان دي چې نومونه یې د امریکا له لورې په تورلیست کې شامل شوي دي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي که څه هم د امریکا له دغه اقدامه هرکلی کوي، خو وایی چی امریکا د افرادو پرځای پر پاکستان کی فشارونو زیاته کړی.

اشتراک گذاری:

نظر بدهید