حنیف اتمر: دترهګري پرضد باید مشترکه مبارزه وشي

 

ترهګري د سیمې د ټولو هيوادونو پر وړاندې ګد ګواښ ده او پر ضد یې باید مشترکه مبارزه وشي. دا مطلب د افغانستان د ملي سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر د امریکا متحدو ایالتونو د سولې په انستیتیوت کې د وینا پر مهال څرګند کړ.

ښاغلي اتمر چې په یوې لویه غونډه کې خبري کولی، په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو او ننګونو په اړه څرګندونې درلودې.ښاغلي اتمر طالبانو ته د افغان حکومت د سولې وروستۍ وړاندېز غوره چانس وباله او ټینګار یې وکړ چې افغان حکومت د خبرو اترو له لارې د سولې غوښتونکی دی خو نوموړي په روښانه څرګنده کړه چې طالبانو د جګړې له لارې بریالي کیدای نشي.

ښاغلي اتمر زیاته کړه افغان حکومت مخالفینو ته د سولې د وړاندیز تر څنګ د جګړه استراتیژي هم لري او د افغانستان او سهیلي آسیا لپاره د متحدو ایالتونو د نوې استراتیژۍ له اعلان سره سم پر مخالفینو فشارونه ډیر شوي دي. ښاغلي اتمر په تیرو اوولسو کلونو کې د افغان حکومت   لاسته راوړنې د پام وړ وګڼلې او په دې برخه کې یې د تولو هيوادونو په ځانګړې ډول د متحدو ایالتونو د همکاریو ، مرستو او قربانیو مننه وکړه.

د نشه يي توکو له قاچاق سره د طالبانو تړاو، د ترهګرۍ له ګواښونو سره د مبارزې په کار کې د سیمې د هيوادونو علاقه مندي، د سولې له بهیر سره د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب یوځای کیدل، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د یوې ګدې سیمه ایزې اجماع د جوړیدو لپاره هڅې هغه نور موارد وو چې ښاغلی اتمر پرې وغږید.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار په غونډه کې د افغان ځواکونو سرښیندنې وستایلې خو ددغو ځواکونو د وړتیاوو په لوړیدو او د امکاناتو په زیاتوالي ټینګار وکړ.

اشتراک گذاری:

نظر بدهید